لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی


په غزه کې د جگړې د اودرولو لپاره اسرایل د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره خپل یو استازی مصر ته نن لېږلی دی.
د جړې د اوږدې کې کېدو او د زیاتره ملکي فلسطیني وگړو د وژلو له امله په اسرایل نیوکې زیاتې شوې دي.
اکثرو نړیوالو بشري ډلو دغه عملیات غندلي دي.
او په اسرایل یې د جگړې اودرولو غږ کړی.
تر اوسه په جگړه کې نزدې 700 فلسطېنان او نهه اسرایلیان وژل شوي دي. نن د اسرایلو لخوا د فلسطین غزه سیمه کې د حماس جنگیالو پرضد د بریدونو په دیارلسمه ورځ لبنان نه شمالي اسرایل کې درې راکټې داغل شوي دي. چارواکی وایی دغه راکټې د اسرایل نهاریا ښارگوټی کې لگیدلي دي چې له امله یې دوه کسان ژوبل شوي دي.
د اسرایل پوځ وایي دوي هم د لبنان په هغه سیمه ځوابي ډزې کړي کوم ځاې نه چې په اسرایل راکټې داغل شوي وی. د لبنان صدراعظم فواد سېنورا د راکټو داغل او د اسرایل ځواب غندلی دی.
نن هم په غزه کې اسرایلی الوتکو د رفاه په سیمه کې د مصر سرحد سره نزدې نوي برېدونه کړي دي چې هغه سرنگونه له منځه یوسي د کوم د لارې چې اسرائېل وایي غزه کې حماس ته وسله رسي.
د غزه پټۍ په شمال کښې هم اسرائېلې الوتکو بریدونه کړي چې له امله ېې د اسلامک جهاد نومې گوند دري جنگیالي وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG