لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى


امريکايي چارواکي وايي په پاکستان کې دالقاعده مهم مشر اسامه الکيني دخپل مرستيال شيخ احمد سليم سره دجنورۍ په لومړۍ نيټه قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې وژل شوي دى.
دترهه گرۍ دمخنيوي په هکله د امريکايي چارواکو وينا ده الکيني دکينيا اؤ شيخ احمد دسويډن اوسيدونکى وؤ.
دغه دواړه تندلاري دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په کاري کوټ سيمه کې دنوي کال ٢٠٠٩م په پيل کې دبې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا د٥٠٠ پاونډ وزني ميزائيل په لگيدلو سره وژل شوي وؤ.
په هاغه وخت دپاکستان يو استخباراتي چارواکي ويلي وؤ دنوي کال په لمړۍ ورځ جنوبي وزيرستان کې يو شکمنې امريکايي جاسوسي الوتکې ٣ بهرني جنگيالي وژلي دي.
چارواکي په دې عقيده دي چې دالقاعده په مشرانو کې په ٨م نمبرشميرل کيدونکى اسامه الکيني دپاکستان پايه تخت اسلام اباد کې دتير کال ستمبر کې په ميرټ هوټل دترسره شوي بريد په گډون د نورو گڼو عملياتو په ترتيبولو کې ککړ وؤ.
دچارواکو وينا ده کيني دپاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې په ناکامه هڅو کې هم لاس لرلو چې وروسته هغه په يو بل بريد کې ووژل شوه.
دامريکا استخباراتي ادارې دتيرو ٢٠ؤ کلونو څخه دهغۀ دنيولو په هڅه کې وې اؤ وژل شوي دواړه دالقاعده مشرانو امريکا ته دزياتو مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل وؤ.
سي ايي اى په جنوبي وزيرستان کې دترسره شوي ددغه بريد په هکله دتبصرې څخه انکار کوي خو يو چارواکي وويل دالقاعده دغه مشران دهوايي بريد لارې په هاغه ودانۍ کې وژل شوي وؤ چې دچاؤديدونکو موادو دانفجارروزنه پکې ورکول کيدله.
په پاکستان کې داگست دمياشتې څخه راپديخوا د٢٥ؤ څخه زيات دغه رقم بريدونه شوي چې له امله يې د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې يو زيات شمير پکې دبهرنيو جنگيالو ښودل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG