لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي


دامريکانوي ټاکل شوي مرستيال جمهوررئيس جوزف بائيډن په پاکستان اؤهندغږ کړى دى چې دترهگر په گډه دانصاف محکمې ته دراکش کولولپاره يوبل سره مرسته وکړي.
نوي ټاکل شوي مرستيال جمهوررئيس ښاغلي بائيډن نن دجمعې په ورځ په پلازمينه اسلام ابادکې ددغه هيواددجمهوررئيس اصف علي زرداري سره وليدل اوورسره يې دپاک هندترمنځ دممبۍ دترهگريزوبريدونوڅخه راپديخواپه پيداشوي کړکيچ،دترهگرۍ په ضدپه روانه جگړه، دسيمې اؤپاک افغان پولې په وضعيت اؤنورواړونده چاروخبرې اترې وکړې.
دسرچينولۀ مخې دليدنې په مهال بائيډن وويل په سيمه کې دتاؤتريخوالي دمخنيوي دپاره بايدپاکستان اؤهندخپلې ستونزې دخبرواتروله لارې هوارې کړي،
دهغه ويناوه دممبۍ دترهگريزوبريدونوراپديخواچې پاکستان کوم گامونه اخستي دي هغه دستائنې وړدي اؤدامريکالۀ لوري به پاکستان سره په ټولوڅانگوکې مرسته غځولى شي.
سرچينې وايي په ليدنه کې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وويل په سيمه کې دامن دټينگښت دپاره بايد دپاکستان هڅوته دشک په سترگه ونۀ کتل شي ځکه چې دترهگرۍ په ضدروان جنگ کې ترټولوزياتې قربانۍ پاکستان ورکړې دي.
ښاغلي زرداري وويل پاکستان دامريکانوي حکومت سره داوږدې مودې دائمي اړيکې ټينگول غواړي .
هغۀ هيله څرگنده کړه چې امريکابه دپاکستان په قبائيلي سيموکې دجاسوسي الوتکولۀ لارې کيدونکوبريدونوته دپايي ټکى کښيږدي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG