لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده


دجمعې په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې يو سيمينار ته دوينا اؤ ميډيا سره دخبرو په مهال صدراعظم وويل دترهگرۍ پر ضد جنگ کې دپاکستان کردار مرکزي حيثيت لري اؤ دپاکستان په ځمکه به دبريدونو له امله دغه جگړه اغيزمنه کيږي..
هغۀ وويل پاکستان هندسره داړيکوعادي کولودپاره هرقم شوني گامونه واخستل خو دهند لخوا هراړخيزې خبرې اترې ځنډول دخواشينۍ وړدي
دصدراعظم وينا وه پاکستان دترهه گر ۍپه ضد جگړه کې مهم رول لوبوي خو په ٨ؤ کلونو کې دهيواد دننه ترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب خپلې جرړې غځولي دي.
وروسته دخبريالانو سره خبرو کې صدراعظم گيلاني وويل دممبۍ دترهه گريزو پيښو په اړوند هند امريکايي سي ايي اى ته د٥٢ؤ پاڼو راپور ورکړى ؤ چې هغه سي ايي اى دپاکستان استخباراتي شبکې ايي ايس ايي ته ورکړو اؤ ايي ايس ايي دهغې په هکله سي ايي اى ته ځواب ورکړى دى.
دنوموړي وينا وه کۀ هند ته په دې هکله دنورو معلوماتو ضرورت پيښو شو نو پاکستان به ورسره مرسته کوي.
دهغۀ وينا وه نړيواله ورورولي دې دپاک وهند کړکيچ ختمولو لپاره خپله کردار ولوبوي.
ښاغلي گيلاني وويل هند دممبۍ دترهه گريزو په هکله دگډ کميسيون جوړولو تجويز رد کړى دى.
ښاغلي گيلاني وويل په هيواد کې نوي جمهوريت ته زياتې خطرې پيښې دي.
صدراعظم وويل پاکستان افغانستان سره ښې اړيکې لري اؤ په سيمه کې دثبات دپاره ضروري ده چې افغانستان پياوړى اؤ باثباته وي.

XS
SM
MD
LG