لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي


د پاکستان صوبه سرحد شمالي سيمه سوات کې د ورځ په ورځ خرابيدونکې امنیتي وضعې له کبله د سيمې په سلگونو پوليسو د خپلو څوکو نه استعفا گانې ورکړي.
په سوات سيمه کې د تيرې څه مودې راهسې د حکومتي ځواکونو او طالب جنگيالو تر مينځه روانو نښتوکې طالب جنگيالود ٥٢ پوليس والو سرونه پريکړي او د سلو نه زيات پوليس واله يې وژلي دي.
د سوات د پوليسو يو مشر دلاور بنگش ډيوه ريډيو ته وييلي په سېمه کې يو شمير پوليس واله ورته خپلې استعفاگانې ورکړي.
د پوليس يو چارواکي ډيوه ريډيو ته وييلي حکومت د دويي د ژوند د حفاځت لپاره کوم انتځام نه دی کړی او د دويي سره د نوکرئ پريښودو نه سيوا بله کومه لار نشته.
يو ځاي کس ډيوه ريډيو ته وييلي په سوات سيمه کې پوليس چارواکي اوس په نځر نه ليدلی کيږي او زياته کړې جنگيالو ته د هر قسم وراني کولو لارې خلاصې دي.
نور حال تاسو هم د ډیوه ریډیو خبریال احسان محمد خان په رپوټ کې اوریدی شۍ.

XS
SM
MD
LG