لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى


دپاکستان پخوانى جمهوررئيس پرويزمشرف وايي دهغه دواکمنۍ په دوره کې دپاکستان په خاوره دکيدونکوبريدونوپه هکله هيڅ رقم لوظنامه نه وه شوې اؤنۀ هم کوم هيوادته دپاکستان دننه دپوځي عملياتواجازه ورکړل شوې وه.
نن دخالي په ورځ امريکاته په سفردروانيدوڅخه دمخه داسلام ابادپه هوايي ډگرخبريالانوته موړي وويل پاکستان څخه به دلانوروگامونواخستلوغوښتنه ځکه په هيڅ ډول دقبلولووړنۀ وي چې دترهگرۍ په ضدجگړه کې څومره قربانۍ پاکستان ورکړي دي دومره بل هيچانۀ دي ورکړي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پخواني جمهوررئيس وويل دترهگرۍ په ضدجگړه کې دپاکستان ١٥٠٠پوځيان اوهمدومره ملکي وگړي وژل شوي اؤپاکستان د٦٠٠ؤ څخه نيولي تر٧٠٠ؤدالقاعده دترورستي شبکې غړي نيولي دي چې په هغوکې شل دسرمشران هم شامل دي.
پرويزمشرف په نړيواله ټولنه غږوکړوچې دترهگرۍ په ضدجگړه کې دپاکستان په هڅوځان پوهه کړي ولي چې دپاکستان څخه دلانوروگامونوداخستلوپه غوښتنه خواه بديدلى شي.
دهنداؤپاکستان ترمينځ داوسني کړکيچ په هکله ښاغلي مشرف وويل هندته په پاکستان دتيري خبرې نه دي کول پکارځکه چې کۀ چرې هندپه پاکستان تيرى کوي نوبيازمونږ پوځ اوقام هم بنگړي نۀ دي اچولي.هندته کوټلى ځواب ويلي شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG