لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په جنوبي ضلع هنگو کې دپرون ورځې څخه دشيعه اؤ سُني مسلک مسلمانانو ترمينځ په پيل شوؤ داړي گړي ډله ييزو پيښو کې تراوسه لږ ترلږه ١١ کسان وژل شوي اؤ شاوخوا ٣٠نور ژوبل دي.
دسرچينو له مخې تيره ورځ په دهنگو ضلعې شاوخوا سيمې بنگش څخه په زرگونو شيعه مسلمانانو دجلوس ويستلو اجازې نۀ ورکولو په ضد داحتجاج په توگه دهنگو لوري ته ورغلل ، کله چې هغوي هنگو ته نزدې شول نومخالفې ډلې پرې ناڅاپي بريد وکړو چې له امله يې ٢ کسان مړۀ اؤ١٦ ژوبل شول.
همدغه راز دامنيتي ځواکونو لخوا په دې مهال دډزو له امله دمخالفې ډلې ٤ کسان هم ووژل شول اؤ دغه شان له پيښې وروسته په هنگو اؤ پيوست سيمو کې دډزو لړۍ پيل شوه چې له امله يې تراوسه د١١ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دهنگو ضلعې دپوليسو مشر سيد مجيب الرحمان وويل ددواړو ډلو ترمينځ دروغې کولو لپاره جرگه راغوښتل شوې ده.
په هنگو کې کرفيو پځايې کړل شوې ، ټول بازارونه اؤ سړکونه تړل شوي دي اؤ په روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
هنگو دډله يزو جگړو په هکله زياته حساسه سيمه گڼل کيږي اؤ وخت ناوخته دشيعه اؤ سُني مسلک مسلمانانو ترمينځ دغه رقم جگړې رامينځته کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG