لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي


دسرچينو له مخې دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دصافي تحصيل دمامدگټ په مقام تيره شپه دغيرملکي جنگيالو په گډون شاوخوا ٦٠٠ؤ وسله والو جنگيالو دپاکستان اؤافغانستان دگډې پولې څخه پاکستان ته د را اوړيدلو هڅه وکړه اؤ دپوځيانو په کيمپ اؤ پوسته يې بريد وکړوچې لۀ امله يې ٦دمليشې عسکر ووژل شول
امنيتي ځواکونو په دغه مهال دجنگياليو په ضد عمليات پيل کړل چې له امله يې ٤٠ جنگيالي ووژل شول اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وايي دجنگياليوبريدکې٦عسکرهم ټپي شوي دي.
سرچينې زياتوي دسوؤنوپه شميروسله وال طالبان دافغانستان دپولې څخه دبريددپاره دپاکستان خاورې ته راواختل اؤدلته يې دځايي طالبانوپه ملگرتيا په پاکستاني عسکروددرنووسلوپه کارولوسره بريد وکړو.
همدغه راز جنگيالو دمهمندايجنسۍ دلکړو پر امنيتي پوسته هم بريد کړى چې له امله يې ٥ پوځيان وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځيانو په ضد په دې وروستيو کې دغه تر ټولو لويې بريد گڼل کيږي.
ددغو جنگيالو اؤ عسکرو ترمينځ تر زياته وخته جگړه روانه وه اؤ دډزو دتبادلې وروسته هغوي په تيښته کې بريالي شول.
په سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگيالو په سنگرونو په دمې دمې سره گوله باري هم دوام شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې دبيگاه شپې په عملياتو کې يو څه غيرملکيان هم پوځيانو نيولي اؤدپلټنو لپاره يې نامعلوم ځايې ته يې وړلي دي.
دايف سي لخواد جاري شوي بيان له مخې مامد گټ سيمه کې ٦٠٠ؤ ځاې اؤ غيرملکي تندلارو بريد وکړو چې له دې وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړل.
دمليشه ځواکونو له مخې ددغه جگړې په مهال گڼو تندلارو وسلې وغورځولې اؤ ځانونه يې امنيتي ځواکونو ته وسپارل..
بل لوري ته دمومند ايجنسۍ سره په پوله پرته دباجوړ قبائيلي سيمه کې تندلارو جنگيالو دايجنسۍ دمرکزخار څخه ١٩ کسان دحکومت دملاتړ په تور تښتولي اؤ په هغوي کې يې د٤ؤ څخه غوږونه غوڅ کړي دي.
سرچينې وايي طالبانو دغه ١٩ واړه تښتول شوي کسان نن سحر پخپله پريښودي دي.
ويل کيږي دکومو٤ؤ کسانو څخه چې غوږونه غوڅ کړل شوي دي هغه درضاکار ځواک غړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG