لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى


دصوبه سرحد جنوبي سيمې هنگو کې د٣ؤ ورځو څخه روانو فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٣٨ؤ ته رسيدلې اؤ٤٥ نور ټپيان دي.
حکومت په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دمشرانو جرگه نن راغوښتې ده.
دسرچينو له مخې دشيعه گانو اؤ سُنيانو دواړه ډلې دراکټونو اؤ مارټر دگولو په گډون ديو بل په ضد درنه وسله کاري.
ددغه نښتو له امله ځايې اوسيدونکي دسختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ د٦ؤ ورځو څخه دبازارونو اؤ دوکانونو دتړل کيدلو له امله خلک دخوراکي موادو دکموت سره مخ شوي دي.
دهنگو ضلعې دتماسونو سيمه ييز مشر يا ډي سي او مجيب الرحمان خبريالانو ته ويلي په سيمه کې دډزبندۍ په لړ کې نن دعلماء کرامو، دقامي اؤ صوبايي اسمبلۍ دغړو، سناتورانو اؤ مشرانو بيړنۍ جرگه راغوښتل شوې اؤ کرفيو لگول شوې ده.
دغه نښتو تيره ورځ هاغه مهال پيل شوې کله چې دبنگش سيمې څخه په گڼ شمير کې شيعه مسلمانان دماتمي جلوس ويستلو لپاره داجازې نۀ ورکول کيدو په ضد احتجاجاً هنگو ته روان وؤ ،
دورکړل شوؤ راپورنو له مخې کله چې هغوي هنگو ته نزدې شول نو مخالفې ډلې پرې ناڅاپي بريد وکړو.
له دې وروسته هنگو اؤ ورسره پيوست سيمو کې دډزو لړۍ پيل شوه چې تراوسه پکې ٣٨ کسان وژل شوي دي.
نن ددغو دواړو ډلو ترمينځ په پاس قلعې ، گنجيانو قلعې اؤ دهنگو نورو بيلا بيلو سيمو کې يو ځل بيا نښتې شوي اؤ دجگړې په مهال پاس اؤ گنجيانو قلعو کې گڼو دوکانونو اؤ کورونو ته هم اور اچول شوى دى.
په وژل شوؤ کسانو کې مفتي رستم، قاري عمر حيات اؤ مولانا اصغر هم شامل دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتونونو ته رسول کيږي

XS
SM
MD
LG