لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي


دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې جنگيالو امريکا دپاره دمخبرۍ په تور دوه وروڼه وژلي دي.
چارواکي وايي ددغه دواړو وژل شوؤ کسانو نومونه رحمان خټک اؤ اسفنديار خټک څرگند شوي دي چې خپلو کې سکه وروڼه وؤ، يو ٢٥ اؤ بل ٣٠ کاله عمرونه لرل.
په سيمه کې يو امنيتي چارواکي عبدالقيوم خان خبريالانو ته ويلي دواړه وژل شوي کسان يوه اوونۍ دمخه طالبانو تښتولي وؤ.
دوژل شوؤ کسانو مړي نن دميرانشاه څخه بهر موندل شوي چې په بدنونو يې دوهلو نخښې پرتې وې.
دهغوي دمړو سره يو ليک هم پريښودل شوى دى چې پکې په دواړو وژل شوؤ کسانو تور لګول شوى چې امريکا دپاره يې دپيسو په بدل کې مخبري کوله .
په شمالي وزيرستان کې دتيرو١٥ؤ ورځو راهسې امريکا دپاره دمخبرۍ کولو په تور طالبانو١٣ کسان وژلي دي.
تيره مياشت هم په شمالي وزيرستان کې طالبانو ٢ سکه وروڼه امريکا دپاره دمخبرۍ کولو په تور وژلي وؤ.
بل لوري ته دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې تندلارو ديوې اوونۍ دپاره دډزبندۍ اعلان کړى دى.
سرچينې وايي دډزبندۍ په لړ کې دسيمه ييزې امن کميټې غړو تيره ورځ دطالبانو دغورځنگ دسوات دمشر مولانا فضل الله سره وليدل اؤ سوات کې يې دامن دټينگښت په اړه ورته وړانديزونه وکړل.
دسرچينو له مخې په دليدنې په مهال ځايې طالبان په دې شرط ډزبندۍ ته چمتو شول چې امنيتي ځواکونه به دهغوي په ضد هيڅ رقم عمليات نۀ کوي.
بلخوا دسوات دمينگورې سيمې سره نزدې اوډي گرام څخه ديو نامعلوم تن مړى موندل شوى دى
همدغه راز دصوبه سرحد په جنوبي سيمه هنگو کې ددوؤ وسله والو ډلو ترمينځ دشوي تړون لاندې دجوماتونو څخه دډزبندۍ اعلانونه پيل شوي دي اؤ په سيمه کې پوځ خپل واک ټينگ کړى دى.
په هنگو کې دتيرو ٣ؤ ورځو څخه دسُني اؤ شيعه مسلمانانو ترمينځ سخته جگړه روانه وه چې ددغو دواړو ډلو ترمينځ دروغې جوړې راوستلو لپاره دهنگو ضلعې دسيمه ييزو تماسونو دمشر يا ډي سي او په مشرۍ دعلماء کرامو اؤ مخوريزو مشرانو يوه جرگه کې دواړه خواوې اوربند ته چمتو شوې.
دتړون لاندې به دواړو خواؤ څخه ١٠،١٠ لکه روپۍ اؤ٥،٥ کسان په ضمانت کې اخستل کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG