لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي


دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى چې دممبۍ دترهه گريزو پيښو له امله هند سره ديو والي دڅرگندولو په موخه پرون نوي ډيلي ته رسيدلى نن يې دهند دبهرنيو چارو وزير سره دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه خبرې کړي دي.
ټاکل شوې ده حامد کرزى به نن دگل په ورځ دهند دصدراعظم ښاغلي من موهن سنگهـ سره هم وگوري اؤ ورسره به دممبۍ دترهه گريزو پيښو ترڅنگ دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه، دسيمې اؤ نړۍ په وضعيت اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې وکړي.
ښاغلي کرزي نن په نوي ډيلي کې دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي سره وليدل اؤ ورسره يې دممبۍ په ترهه گريزو پيښو دافغانستان لخوا ديو والي څرگندونه وکړه.
دسرچينو له مخې دليدنې په مهال حامد کرزي وويل ترهه گر دسيمې اؤ نړۍ امنيت ته يو ستر گواښ دى اؤ بايد دهغوي دمخې نيولو دپاره ټول هيوادونه په گډه گامونه واخلي.
کرزي وويل دهند په ترهه گريزو پيښو زيات خواشينى شوى اؤدې پايلې ته رسيدلى چې کۀ دترهه گرو مخه په وخت ونۀ نيول شي نو هغوي به همدغه رقم دبې گناه اولسونو وينې توئيوي.
دافغان جمهوررئيس وينا وه افغانستان پخپله دترهه گرۍ ښکار دى ځکه نو دنړۍ په هره برخه کې چې ترهه گري کيږي افغانستان يې غندنه کوي.
دليدنې څخه وروسته ميډيا سره دخبرو په مهال دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وويل افغان جمهوررئيس دهندي اولس سره ديو والي دپاره هند ته راغلى.
دهغه وينا وه دواړه هيوادونه خپلو کې ښې اړيکې لري اؤ دغه اړيکې به نوره هم وده ومومي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG