لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني :  بائيډن د مشرف يونيفارم په کوزولو کې مهم رول لري


دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وويل دامريکا نوى ټاکل شوى مرستيال جمهوررئيس بائيډن پاکستان پلوه دى اؤ دلته يې دډيموکراسۍ په ټينگښت اؤ دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف يونيفارم په کوزولو کې مهم رول ترسره کړى ؤ.
هغه ومنله چې دپرويز مشرف پوځي يونيفارم مونږ يا کوم گوند نۀ ؤ کوز کړى.
نوموړي زیاته کړه امريکا ته يې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دجاسوسي الوتکو لخوا دبريدونو اجازه نۀ ده ورکړې ، کيدلى شي په امريکا کې دحکومت دبدلون سره دهغوي تگلاره هم تغير ومومي.
نن دگل په ورځ کراچۍ کې خبريالانو سره دخبرو په مهال صدراعظم وويل پاکستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ امريکا ته کله هم دجاسوسي الوتکو له لارې دبريدونو اجازه نۀ شي ورکول کيدلى.
دهغه وينا وه ددغه بريدونو په ضد پاکستان ته دنورو هيوادونو ملاتړ هم ترلاسه دى.
صدراعظم وويل په قبائيلي سيمو کې دجاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو له امله ترهه گرو ته يو بل سره دنزدې کيدلو موقعه په لاس ورځي، چې دا دهر چا دپاره تاواني خبره ده.
دپاکستان دصدراعظم يوسف رضا گيلاني لخوا دپاکستان قبائيلي سيمو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو په هکله امريکا سره دلوظنامې نۀ کيدلو دغه څرگندونې په داسې مهال شوي دي چې له دې وړاندې څو څو کرته نړيوالو مطبوعاتو اؤ څيړونکو ادعاوې کړي دي چې دپاکستان حکومت امريکا سره په قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد دجاسوسي الوتکو له لارې دبريدونو په هکله لوظنامه کړې ده.
په تيرو مياشتو کې ددغه لوظنامې په هکله گنگوسو وروسته له هغې زور ونيولو چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په امريکايي بيړه کې دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې دمشر ايډمرل مائيکل مولن سره وليدل.
دهغې وروسته داسې راپورونه ورکړل شول چې په دغه ليدنه کې ښاغلي کياني دپاکستان دحکومت په اجازه امريکايي پوځي مشر سره په قبائيلي سيمو دجاسوسي الوتکو له لارې دبريدونو تړون کړى دى خو پاکستاني چارواکي دغسې ادعاوې مدام ردوي اؤپه افغانستان کې ميشت امريکايي پوځيان دجاسوسي الوتکو لخوا دکيدونکو بريدونو په هکله عموماً خپل نظر نۀ څرگندوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG