لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي


د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي هندي حکومت دسخت اولسي فشار له امله دپاکستان په ضد بيانونه ورکوي خو هغه په دغه رقم بيانونو خواه نۀ بدوي.
نن په اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ددې پوښتنې په ځواب کې چې هند پاکستان سره دتماسونوقطع کولو گواښ کړى دى ښاغلي گيلاني وويل قوي احتمال دى چې هغه به په قامي اسمبلۍ کې په دغه هکله دخپلې تگلارې لاندې بيان ورکړي.
داټومي سائنس پوهه ډاکټر عبدالقدير سره دتړاؤ په لور دامريکايي بنديزونو په هکله صدراعظم وويل دډاکټر عبدالقدير پاڼه اوس بنده شوې ده اؤ په دې بايد نورې خبرې ونۀ شي.
يوسف رضا گيلاني وويل هغه هيڅ کله دا نۀ دي ويلي چې گنې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف په پوځي يونيفارم کوزولو کې دپاکستان سياسي گوندونو کوم رول نۀ ؤ ترسره کړى.
دهغۀ وينا وه دپاکستان پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دخپلې سياسي تگلارې لاندې نړيواله ټولنه دې ته چمتو کړه چې په پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف پوځي يونيفارم کوز کړي.
تيره ورځ په کراچۍ کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ښاغلي يوسف رضا گيلاني ويلي وؤ دجمهوررئيس په پوځي يونيفارم کوزولو کې مهم رول دامريکا نوي ټاکل شوي مرستيال جمهوررئيس جوزف بائيډن ترسره کړى ؤ خودپاکستان دبيلا بيلو سياسي مشرانو لخوا دصدراعظم په دغه بيان دنيوکو کيدلو وروسته نن گيلاني وويل هغه يواځې هم دومره ويلي وؤ چې جوزف بائيډن پاکستان پلوه دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG