لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي


دپاکستان اټومي سائنس پوهه ډاکټر عبدالقدير خان وايي دالقاعده دکوم غړي سره دهغه تعلق جوړول دپاکستان داټومي پروگرام پر ضد گام دى.
دپاکستان يو شخصي تيلي ويزيون سره په ځانگړې مرکه کې عبدالقدير خان وويل دالقاعده مشر اسامه بن لادن سره يې نۀ کومه اړيکه ده اؤ نۀ يې هم ورسره کله تماس نيولى ؤ.
اټومي سائنس پوهه وويل دهغه القاعده سره دلاس لرنې سازش روان دى.
په دې مهال دخپلې روغتيا په هکله هغه وويل اوس يو څه ښۀ شوى دى.
ډاکټر عبدالقدير خان دغه څرگندونې وروسته له هغې کړي دي چې اوړمه ورځ دامريکا دبهرنيو چارو محکمې په هاغو ١٣ؤ کسانو اؤ٣ؤ فابريکو دبنديز اعلاميه جاري کړه چې دښاغلي خان سره په څه ناڅه هکله تړاؤ لري.
دامريکا دبهرنيو چارو محکمې ويلي وؤ دغه بنديزونه يې له دې امله لگولي دي چې نوموړو کسانو اؤ کمپنيو دډاکټر قديرخان لخوا داټومي ټيکنالوجۍ په غيرقانوني تجارت کې برخه لرله اؤ دبنديزونو لگولو سره به داټومي ټيکنالوجۍ دخوريدو مخه ونيول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG