لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي


دصوبه سرحد ناقراره سيمه سوات کې جنگيالو دامنيتي ځواکونو دامنيتي پوستې مخې ته مورچې جوړې کړي دي.
اؤ امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ٢ تندلاري وژلي اؤ يو بل کمانډر ژوبل شوى دى.
سرچينې وايي نن امنيتي ځواکونو دمنگلور څخه چارباغ ته تلونکودتندلارو په گاډو ډزې وکړې چې له امله يې ٢ تندلاري وژل شوي اؤدطالبانو کمانډر صديق چې په ابوزرمشهورد‌ى ټپي شوى دى.
همدغه راز دمينگورې سره نزدې دفضاء گټ امنيتي پوستې څخه امنيتي ځواکونو درې جنگيالي نيولي اؤ نامعلوم ځايې ته يې بوتللي دي.
په سوات کې په چارباغ سيمه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو دامنيتي پوستو پر وړاندې مورچې جوړې کړي دي چې له امله يې خلک دسختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ خلکو دسيمې څخه کډې بارول پيل کړي دي.
دکبل تحصيل ديولئ سيمې سره نزدې جنگيالو دامنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړو خو کومه ځاني مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
همدغه راز په کالام روډ هم دجنگيالو اؤ عسکرو ترمينځ تر ٢ؤ ساعتو دډزو تبادله شوې ده.
بل لوري ته دصوبه سرحد په کوهاټ سيمه کې هم پوليسو دورانکارو په ضد دعملياتو کولو په مهال ٣٩تندلاري نيولي اؤ دهغوي څخه يې وسلې اؤ نشه اي مواد هم ترلاسه کړي دي.
دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دعملياتو کولو په مهال ددوؤ ځايې کمانډرانو کورونه وران کړي ،١٦ شکمن کسان يې نيولي اؤ پاک افغان لويه لاره دترافيک په مخ په بشپړ ډول تړل شوې ده.
په سيمه کې بازارونه اؤ تعليمي ادارې تړل شوي اؤ دلنډي کوتل څخه شلمان اؤ تيراه ته تلونکې ټولې لارې تړل شوي دي.
بل لوري ته دپيښور پوليسو په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته په سامان وړونکو کنټينرونو دپرله پسې بريدونو څخه وروسته دناټو دکنټينرونو داډو امنيت زيات سخت کړى دى اؤ په گزمو کې يې زياتوالى راوستى دى.

XS
SM
MD
LG