لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي


د فلسطین په غزه ښار کې د اسرایلو زمکني پوځ نن د حماس تندلارو سره په ښار کې دننه سختې ډزې کړې دي. زمکني پوځ دغه ډزې د حماس د شپیتو نه په زیاتو اډو باندې د هوایي بریدونو وروسته پېل کړې دي.
د اسرایل یرغل نن نورلسمه ورځ ده. او خبري سرچینې وایي تر اوسه په جگړه کې د فلسطیني وگړو د مرگ شمېر د زرو نه اوښتی دی غېر دولتي ادارو پرون ویلي وو په وژل شوو کې د ۴٠ فیصد نه زیات ماشومان دي.
نن د اسرایلو پولیس ویلي چې د لبان لخوا نه پرې هم راکټونه داغل شوي دي د غو بریدونو په ځواب کې اسرایل په لبان کې هم خپل حدفونه په نښه کړي وؤ.
د اسرایل سره خوا کې د لبان په سیمو کې د حزب الله جنگیالي فعاله رول لري.
حماس هم په اسرایلو د راکټونو بریدونه ودرولي نه وي. نو تر هغې به روان یرغل نه ودروي.
د جگړې د اودرولو لپاره نړیوالې هڅې هم روانې دي. او د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون په قاهره کې یوځل بیا د جگړې اودرولو غږ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG