لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي


د هند د پوځ مشر ددې خبرې پخلی کړی دی چې پاکستان د ممبۍ ترهگر بریدونو باندې راپورته شوي کړکیچ وروسته په گډه پوله خپل ځواکونه بیا پرځایې کړي دي.
جنرال دیپک کپور نن یو خبری کانفرنس ته ویلي هند د پاکستان لخوا مشرقی پوله باندی پوځیانو پرځایې کولو نه خبر دي خو وایی دا خبره د دوي لپاره کومه د اندیښنی وړ نه ده.
نوموړي زیاته کړه د هند پوځ د هر رقم حالاتو دمقابلی لپاره تیار دی. بلخوا نن د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلانی ویلي هند ورته د ممبۍ تر هگر بریدونو په اړه یوازې معلومات ورکړی.
ښاغلي گیلاني پرون د پارلمان غړو ته وینا کې ویلي وؤ چې هند د ممبۍ بریدونو په اړه کوم شواهد نه دي ورکړي.
او زیاته یې کړه حکومت تر اوسه د دغه معلوماتو کتنه کوی.
د دوااړو غلیمو هېوادونو تر منځ تېر کال د نومبر میاشت کې د ممبۍ بریدونو وروسته یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شوی دی.
هند وایي چې د ممبۍ ترهگرۍ بریدونو ترشه د پاکستان کې میشت د لشکر طیبه ډله لاس لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG