لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیري رحمان :- د طالبانو لخوا په سوات کې د جینکو د سکولونو په تړلو اندیښمن یو


دپاکستان داطلاعاتو وزيرې شيري رحمان پارلمان ته وويل سوات کې دجينکو دتعليمي ادارو دتړل کيدلو لپاره دطالبانو لخوا دورکړل شوي مهلت څخه صدراعظم خبر دى اؤ مرکزي حکومت په دې هکله صوبايي حکومت ته دگامونو اخستو امر کړى دى.
دهغې وينا وه دجينکو دسکولونو دتړلو په اعلانونو حکومت هم انديښمن دى.
شيري رحمان زياته کړه په سوات اؤ ملاکنډ کې په تعليمي ادارو کيدونکي بريدونه دانديښنې وړ خبره ده خو حکومت به هيچا ته اجازه ورنۀ کړي چې دهيواد وجود ته زيان ورسوي.
نن دجمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ په غونډه کې په سوات کې دجينکودسکولونو دتړل کيدلو له امله دحکومت مخالفو غړو په حکومت سخت ټکونه وکړل اؤ وې ويل حکومت دطالبانو په وړاندې بې وسه شوى دى. دقامي اسمبلۍ د غړو انجنئير امير مقام، اياز امير، احسن اقبال اؤ شيخ وقاص اکرم له اړخه په دې هکله په حکومت دنيوکو په ځواب کې داطلاعاتو وزيرې شيري رحمان دغه خبرې کړي. طالبانو گواښ کړى ؤ چې کۀ دجنورۍ ١٥مې نيټې پورې دجينکو سکولونه ونۀ تړل شول نو له دې وروسته به سکولونو ته دتلونکوجينکو مسؤليت دهغوي دمورپلار په اوږو وي.
په سیمه کې اوس سکولونه د ژمي د رخصتیو له امله تړل شوي دي او دا به کتې شي چې حکومت د رخصتیو وروسته، د سکولونو په خلاصولو کې څومره بریالی کېږي.
په سوات کې دجينکو٥٦٠ سرکاري اؤ٣٦٨ شخصي تعليمي ادارو فعاليت کولو چې دهغې دبنديدو سره ديو لک شل زره جينکو سباؤن دگواښ سره مخ شوى دى.
تر دې مهاله ځايې طالبانو دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دجينکو ١٣٤ سکولونه په بمونو الوځولي يا يې سوځولي دي.
دجينکو دتعليمي ادارو دبندولو په اړه دطالبانو لخوا ورکړل شوي گواښ له امله د جینکو مور پلار دسختې انديښنې ښکار دي.
دسوات دتعليمي څانگې مشر شيرافضل خبريالانو ته ويلي دي هغوي صوبايي حکومت دطالبانو دگواښونو اؤ دجينکو دسکولونو تړل کيدلو څخه خبر کړى دى خو حکومت په دغه هکله خپله کړنلاره نۀ ده واضحه کړې.
ځایي خلک دطلبانو په زیاتېدونکی اغیز له امله په قار دي او د حکومت په بې وسۍ شک کوي د سوات ځایي مشران تور لگوي چې په سوات کې طالب او پوځي د یو قوماندې لاندې کار کوی. دغلته د طالبانو د ویرې له امله سیاسی مشرانو په گډون لسگونو زره خلکو د ځوبه سرحد نورو سیمو ته کډې کړي دي. دا په داسې حال کې چې په سوات کې په گڼ شمېر کې پوځیان او پولیس پرځایې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG