لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:پښتون هنرمندعالم زيب مجاهددهنرڅخه توبه گار


دپښتودمزاحيه ډرامواؤسي ډي فلمونونوميالي هنرمندعالمزيب مجاهددتښتوونکيودمنگولوڅخه لۀ راخلاصيدلووروسته دفن اؤهنر نړۍ سره مخه ښه کړې ده اؤويلي يې دي نوربه په ډرامواؤفلمونوکې کله هم کارونۀ کړي
ښاغلى مجاهدڅلورورځې دمخه دصوبه سرحددسرښارپيښوردحيات ابادسيمې څخه نامعلومووسله والوتښتولى ؤ اؤپرون يې بيرته خوشې کړى ؤ خودانۀ ده معلومه شوې چې دهغه په تښتونه کې دچالاس ؤ اؤدکوم غرض دپاره يې تښتولى ؤ.
نن دجمعې په ورځ پيښورکې يومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عالمزيب مجاهد خبريالانوڅخه هيله وکړه چې دهغه څخه به دتښتول کيدوپه هکله پوښتنې نۀ کوي خووئ ويل هغه يواځې دااعلان کول غواړي چې نوربه په ډرامواؤفلمونوکې کارنۀ کوي ،حق حلاله روزي به پيداکوي اؤداسې ژوندبه کوي چې الله ورڅخه راضي شي ،
بايدوويل شي تيره مياشت دپښتوډرامويوبل لويې هنرمندارشدحسين هم نامعلومووسله والوتښتولى ؤ اؤچې کله چې بيرته خوشې کړونوهغه هم دهنردنړۍ څخه دتوبې کولواعلان کړى ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG