لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بان کي مون :- اسرایل او حماس ډزبندۍ ته نزدې دي


د ملگرو ملتونو عمومي سېکتر بان کي مون ویلي اسرایل او حماس په غزه کې د ډزبندۍ تړون ته نزدې شوی.
د فلسطین د غربی غاړی په رمله ښار کې په یوه خبري کانفرنس کې بان کی مون په دواړو اړخو خبری اتری زرتر زره سرته رسولو غوښتنه وکړه.
ښاغلی مون وویل تمه لري چې راتلونکو څو ورځو کې به د سولی تړون وشي او په اسرایل یې غږ وکړو چې په یو اړخیزه اوربند کولو غور وکړي.
بلخوا په غزه کې نن په ٢١مه ورځ هم جگړه روانه ده او اسرایلي جنگی الوتکو د سحر نه وړاندې د حماس په ۴٠ ځایونو بمباری کړی او حماس هم په اسرایل د راکټو بریدونه کړي دي.
د فلسطین طبي چارواکی وایي د اسرایل په بریدونو کې تر اوسه د درې سوو ماشومانو په گډون ١١٠٠ فلسطینان وژل شوي دي او د پنځو زرو نه زیات ژوبل دي.
په دی جگړه کې تر اوسه یوازی دیارلس اسرایلیان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG