لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:امريکايي بليک هاک هيلي کاپټر غورځېدلی


دافغانستان پايه تخت کابل سره نزدې نن دامريکا يو بليک هاک هيلي کاپټر غورځيدلى اؤ تباه شوى دى خو په دغه پيښه کې کومه مرګ ژوبله نۀ ده شوې.
په افغانستان کې ميشته امريکايي پوځ په دغه هکله ويلي دي په هيلي کاپټر کې ٧ کسان ناست وؤ خو هغوي دپيښې په مهال روغ رمټ ژغورل شوي دي.
دامريکايي پوځ دبيان له مخې دغه هيلي کاپټر دطبي مرستو دپاره الوت کولو چې دکومې فني خرابۍ له امله وغورځيدلو.
دپوځ په بيان کې ويل شوي ددغه هيلي کاپټر په غورځولو کې دښمن لاس نۀ لري خو دپيښې پلټنې پيل شوي دي.
پرون په افغانستان کې يوپوځي هيلي کاپټر غورځيدلى وؤ چې پکې ديولوړپوړي پوځي مشر په ګډون ١٣ پوځيان وژل شوي وؤ.
دپرونۍ پيښې مسؤليت طالبانو پخپله غاړه اخستى ؤ اؤ ويلي يې وؤ هيلي کاپټر دهغوي وسله والو په ميزائيل دويشتلو سره رانسکور کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG