لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: ځانمرگي بريد کې امریکایي عسکر په گډون پنځه کسان وژل شوي دي


دافغانستان پايه تخت کابل کې دجرمني سفارت خانې مخې ته يو ځانمر بريد شوى چې له امله يې کې یو امریکایي عسکر په گډون پنځه کسان وژل شوي او د١٩ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي هم دي.
په ژوبل شوؤ کسانو کې شپږ امريکايي پوځيان ښودل کيږي.
طالبانو دکابل دځانمرگي بريد مسؤليت پخپله غاړه اخستی.
دافغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له مخې دغه ځانمرگى بريد دهيواد پايه تخت کابل په حساسه سيمه کې رامينځته شوى چې پکې دجرمن سفارت خانې سره نزدې دامريکايي پوځيانو اډه هم موقعيت لري.
چاؤدنه زياته زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې واوريدل شو.
ددغه چاؤدنې له امله دجرمني سفارت خانې، گاډو اؤ امريکايي پوځي اډې ته هم جزوي زيان رسيدلى دى.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي يو افغان ځانمرگي بريد کوونکي شمس الرحمان دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دجرمن سفارت خانې سره ټکر کړو چې له امله يې ددغه سفارت خانې ٨ چارواکي ووژل شول.
هغۀ وويل دجرمن ځواکونو لخوا دطالبانو پر ضد دعملياتو له امله پرجرمن سفارت خانه دغه بريد ترسره شوى دى.
هغۀ زياته کړه دغه ځانمرګى بريد ديو موټر له لارې شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG