لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومند ايجنسي : نښته کې ۱۴ تندلاري اؤ۲ پوځيان وژل شوي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په دروازگۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يې ۱۴تندلاري وژل شوي دي.
نن داتوار په ورځ په مومند ايجنسۍ کې د پوليټيکل انتظاميې اؤ امنيتي ځواکونو لخوا دلټونې عملياتو اؤ دغيرقانوني ودانيو دړنگولو په مهال امنيتي ځواکونو دتندلارو تر ولکې لاندې قلعې ته دداخليدو هڅه وکړه.
په دغه مهال جنگيالو په دغو عسکرو ډزې پيل کړې چې له امله يې ٢ عسکر ووژل شول اؤ يو ټپي شو.
له دې وروسته امنيتي ځواکونودتوپو، راکټونو، ټانکونواؤهيلي کاپټرو له لارې دچټک عملياتو په ترڅ کې ۱۴ تندلارې ووژل اؤ ددغه قلعې څخه يې دهغوي قبضه هم ختمه کړه.
په وژل شوؤ جنگيالو کې تندلارى کمانډر يعقوب خان هم شامل دى.
بل لوري ته دسخت باران له امله دسړک دواړو خواؤ ته د٢٠٠ؤ فټو غيرقانوني ودانيو دړنگولو اؤ کورونو ورانول اودريدلي دي.
په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ دټولو دننو اؤ بهرنو لارو سخته لټه روانه ده.
تيره اوونۍ هم دسوؤنوپه شميروسله وال طالبان په مهمند ايجنسۍ کې دافغانستان دپولې څخه دبريددپاره راوړيدلي وؤ اؤدلته يې دځايې طالبانوپه ملگرتيا په پاکستاني عسکروددرنووسلوپه کارولوسره بريد کړى ؤ چې له امله يې ٦ عسکر اؤد٤٠ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي وؤ.
اخوا دصوبه سرحد ناقرارې سيمې سوات کې هم داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې ديو عسکر په گډون ٣ کسان وژل شوي دي.
دموسم دخرابتيا له امله دتندلارو په ضد روان عمليات په عارضي ډول اودرول شوي اؤ دجنگي چورلکو الوتنې هم ځنډول شوي دي.
دسوات دسيدو شريف په گل کده سيمه کې جنگيالي يو کور ته ورننوتل اؤ په ډزو سره يې ٢ وروڼه ووژل اؤدهغوي يو بل گاونډي ژوبل شوى دى.
همدغه راز دغو جنگيالو دسرښار مينگورې دبسونو په اډه کې هم يو عسکر په ډزو سره ووژلو.

XS
SM
MD
LG