لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي :  نړیواله ټولنه دې هند خبرو اترو ته کښېنوي


دپاکستان پلازمينې اسلام اباد کې دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک سره په گډه دممبۍد ترهه گريزو بريدونو په هکله دترسره کيدونکو پلټنو اؤ په دې لړ کې داخستل شوؤ گامونو په هکله غيرملکي سفيرانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نړيواله ورورولي دې هند دمذاکراتو ميز ته يوځل بيا راولي.
دبهرنيو چارو وزير وويل دهند له لوري دممبۍ دترهه ګريزو پيښو په اړوند دراکړل شوؤ معلوماتوپخپله طريقه پلټنې کوؤ.
نوموړی په سيمه کې دترهگرۍ دله مينځه وړلو لپاره کوټلي گامونه پورته کوي اؤ نړيواله ورورولي دې په دې لړ کې دپاکستان مرسته وکړي.
هغۀ وويل دممبۍ چاؤدنو څخه سمدستي وروسته پاکستان هند ته دگډو پلټنو وړانديز کړى ؤ چې هند ونۀ منلو.
دهغۀ وينا وه دپاکستان لخوا هند ته دلوړې کچې د هيئت دليږدولو دوړانديز په هکله هم هند هيڅ ځواب نۀ ؤ راکړى.
ښاغلي قريشي وويل ټولو ته يې ويلي کۀ هند جنگ راوتپي نو دهيواد څخه به په کلکه دفاع کوؤ.
هغۀ زياته کړه دممبۍ دبريدونو پلټنو لپاره د ايف ايي اى ډله جوړه کړل شوې چې دهندي معلوماتو په اساس پخپله توګه پلټنې کوي.
دبهرنيو چارو وزير وويل دممبۍ بريدونو څخه وروسته يې دتندرويه تنظيمونولشکرطيبه اؤ جماعت الدعوة په ضد گامونه اخستي دي.
دبهرنيو چارو په وزارت کې ترسره شوې دغه غونډه کې دهند ډيپلوماټانو ته دګډون بلنه نۀ وه ورکړل شوې اؤ دچين، امريکا، سعودي عرب، برټانيې، جرمني، فرانس، روسيې، اروپايي اتحاديې اؤ نورو گڼو هيوادونو ډيپلوماټانو پکې گډون وکړو.

XS
SM
MD
LG