لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي: په امنيتي ځواکونو بريد کې ١ عسکر وژل شوى، ١٤ ژوبل شوي دي


دافغانستان سره په پولې پرته دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لنډي کوتل تحصيل کې جنگيالو پر امنيتي ځواکونو دراکټونو بريد کړى چې له امله يې يو عسکر وژل شوى اؤ ١٤ نور ژوبل شوي دي. د پېښې له امله د خېبر لار هم د څه وخت لپاره تړل شوې وه.
ددغه بريد څخه وروسته ددواړو خواؤ ترمينځ سختې ډزې هم شوي دي چې تر څو ساعتو يې دوام ولرلو.
له پيښې وروسته په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
په لنډي کوتل کې دجنگيالو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
په سيمه کې گرځ بنديز يا کرفيو کې نرمښت شوى ؤ خو ددغه پيښې څخه وروسته يو ځل بيا کرفيو پځايې کړل شوې ده.
بل لوري ته لنډي کوتل کې دامنيتي ځواکونو په چاوڼۍ دراکټي بريد له امله تړل شوې پاک افغان لويه لاره پوليټيکل انتظاميې اؤ امنيتي ځواکونو يو ځل بيا دتگ راتگ لپاره پرانستې ده اؤ په افغانستان کې دميشتو ناټو ځواکونو لپاره سامان وړل هم پيل شوي دي.
دغه لاره دجمرود تحصيل په تخته بيگ اؤ شاگۍ اؤ دلنډي کوتل په چاروازگۍ سيمو کې امنيتي ځواکونو د٨ؤ ساعتو لپاره دهر رقم تگ راتگ لپاره تړلې وه
اخوا دپاکستاني طالبانو تحريک ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى اؤ دنورو بريدونو دړکه يې هم کړې ده.
همدغه راز دصوبه سرحدد ناقرارې سيمې سوات په مينگوره کې جنگيالو دجينکو نور دوه سکولونه هم په بمونو الوځولي دي.
په سوات کې دجنگيالو لخوا ددړکو وروسته د١٦مې جنورۍ څخه دجينکو ټول سکولونه تړل شوي چې له امله يې د٨٠ؤ زرو څخه دزياتو جينکو اؤ٨ؤ زرو څخه دزياتو ميرمنو استاذانو راتلونکى دگواښ سره مخ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG