لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د مارټن لوتهر کنگ د زیږدنې ورځ لمانځي


په امریکا کې هر کال د جنورۍ د دریم گل په ورځ د مارټن لوتهر کینگ د زیږدنې ورځ لمانځل کیږي. په دغه ورځ سرکاري رخصت وي.
ښاغلي مارټن لوتهر کېنگ په امریکا کې د ټولینزو حقونو تر ټولو فعاله افریقایي امریکایي مشر گڼل کېږي.
نوموړي په خپل تاریخي کې وایي چې امریکا کې به یو ځل د پخوانیو غلامانو بچي او د “ما خوب لیدلی ”وینا پخوانیو غلامانو د مالکانو بچی به یو ځل د ورورۍ په مېز کښېني.
ښاغلي کېنگ دغه وینا په واشنگټن ډي سي کې د نن نه ۴٦ کاله پخوا کړې وه.
په هغه زمانه کې د دغه وینا اوریدو لپاره په ښار کې نزدې دوه ینم لکه خلک ورغونډ شوی وؤ.
چې هغه وخت یوه لویه غونډه بلل کېده.مارټن لوتهر کېنگ خپل تحریک په امریکا کې د نسلی تعصب پرضد پېل کړې وؤ.
د تحریک زیاتره برخه د نولس سوه پنځوسمې او شپتمې لسیزې کې تر سره شوې وه.
دا تحریک په داسې وخت کې شورو شوی وؤ چې د امریکې او په خاصه توگه سویلي برخو کې افریقایي امریکایانو سره د پوستکي په اساس تعصب او توپیر کېدو دوي په یو بس کې د سپین پوستکو نه جلا کېناستل.
دغه رنگ په سکولونو کې هم تورپوستکي زدهکړه کونکی د سپین پوستکو خوا ته کېناستل نه شول په داسې حالکې ښاغلی کنگ دا نعره اوچته کړه چې امریکا کې به یوځل دغه خوب پورا کېږي چې انسانان ټول د برابرۍ په اساس پېدا شوي دي.
ښاغلی کنگ په ١٩٦٨ کې د اپریل په څلورمه نېټه وژل شوی وؤ.
څږ کال د ښاغلي کېنگ د زېږدنې ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې سبا یعني د جنودۍ په شلمه نېټه افریقایي امریکایی براک اوباما دنوی جمهوررئیس په توگه څوگند پورته کوي.
براک اوباما نن ورځ دښاغلي کېنگ په درناوي کې په ټولنیزو کارونو کې برخه اخلي چې دغه رنگ پخوانی افریقایي امریکایي مشر ته پېرزوینه وړاندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG