لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: تندلارو دمخبرۍ په تور شپږ کسان وژلي دي


دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې طالب جنگيالو امريکا ته دجاسوسۍ په تور شپږ تنه وژلي دي.
دسرچينو له مخې دگل اؤ نهې ترمينځ شپه کې دشمالي وزيرستان بيلا بيلو سيمو څخه ٦ مړي ترلاسه شوي دي.
دشمالي وزيرستان ميرعلي سيمې څخه په گولو دسورو ٤ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي.
همدغه راز ميرانشاه کې دتيلو پمپ سره نزدې ددوؤ کسانو مړي چې مجيد اؤ گلدار علي نوميږي ترلاسه شوي دي.
دمجيد تعلق دکرک ضلعې سره ښودل کيږي اؤگلدار افغان وگړى دى.
دوژل شوؤ کسانو دمړو سره په خوا کې يو ليک موندل شوي چې پکې هغوي امريکا ته دجاسوسۍ په تور تورن کړل شوي اؤ خلکو ته خبردارى ورکړل شوى چې امريکا ته دجاسوسۍ کوونکو انجام به هم دغه رقم وي.
په دغه ليک کې دا هم ښکل شوي چې کۀ دماښام څخه وړاندې دغه مړي څوک پورته کړي نو هغه به هم دبدو پائيلو سره مخ شي.
پوليټيکل چارواکو دټولو کسانو مړي دپيژندگلو لپاره وړلي دي.
دتيرو٣ؤ اوونيو په مهال امريکا ته دمخبرۍ په تور لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي دي
طالبانو له دې وړاندې هم په لسګونو کسان دمخبرۍ په تور وژلي اؤ ادعا لري چې دغه کسان په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو ته جاسوسي کوي اؤ هم ددغو کسانو په ملاتړ امريکايي جاسوسي الوتکې دهغوي پر پټن ځائيونو بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG