لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ايجنسۍ: دامنيتي ځواکونو بمبارۍ کې ١٧ جنگيالي وژل شوي دي


پاکستاني پوځيانو دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ کې دهوايي الوتکو له لارې دجنگيالو پر پټ ځائيونو بمباري کړې ده چې له امله يې لږ ترلږه ١٧ طالب جنگيالي وژل شوي دي. خپلواکه سرچېنو ددغې وژنې پخلې نه دی کړی.
دمومند ايجنسۍ پنډيالي اؤ صافي تحصيل کې دجنگيالو په ضددامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ نن سحر دايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې جيټ الوتکو دجنگيالو پر سنگرونو گوله باري کړې ده.
دپنډيالي تحصيل په شاتي کور سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دالوتکو له لارې بمبارۍ کې ١٢ تندلاري وژل شوي اؤ دصافي په کرړ سيمه کې هم دگوله بارۍ له امله ٥ تندلاري وژل شوي دي.
لکړو تحصيل کې دامن وامان په نظر کې نيولو سره دلويې لارې دواړو خواؤ ته دخالي کورونو اؤ دوکانونو نړولو لړۍ نن په ٥مه ورځ هم دوام لري.
تراوسه ٩٤ خالي کورونه، په لسگونو دوکانونه، دتيلو پمپونه، سکولونه اؤ دروغتيا مرکزونه ړنگ کړل شوي دي.
په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ په دننيو اؤ بهرنيو لارو دگاډو لټه روانه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG