لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پېټریاس:  پاکستان باید خپلې ستونزې حل کړي


دامريکايي پوځ دمرکزي کمان مشر جنرال ډيوډ پيټرياس د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې ویلی چې باید پاکستان خپلې کورنۍ مسلې حل کړي. نوموړي د پاکستان جمهوررئیس زرداري او صدراعظم یوسف رضا گیلانی سره د لیدو وروسته خبریالانو ته ویلي د ممبۍ د بریدونو وروسته دا خبره ډیره مهمه ده چې پاکستان دی ترهگرۍ پرضد کوټلي گامونه واخلي. یوې امریکایي خبری ادارې د هغه د خولی دا هم لېکلي چې وایي افغانستان کې موجود امریکایي ځواکونو ته سامان الات وړلو لپاره یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره تړون کړی دی. جنرال ډيوډ پيټرياس دپاکستان پايه تخت اسلام اباد کې جمهوررئيس اصف علي زرداري سره د ليدنې په مهال په پاک وهند اړيکو، دترهگرۍ پر ضد جگړې اؤ دپاک افغان سرحدي سيمو دوضعيت په هکله خبرې شوي دي.
د ليدنې په مهال دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ په پاکستان کې دامريکا سفيره اين ډبليو پيټرسن هم موجود وؤ.
په دې مهال جمهوررئيس اصف علي زرداري دپاکستان قبائيلي سيمو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو دلړۍ دبندولو غوښتنه وکړه اؤ وې ويل دپاکستان سره دې دمعلوماتو راکړه ورکړه وکړل شي.
دهغۀ وينا وه په قبائيلي سيمو کې دجاسوسي الوتکو دبريدونو له امله دحکومت ملاتړ کې کمي رامينځته کيږي اؤ سياسي عمل اغيزمن کيږي ځکه نو دغه بريدونه دې په سمدستي ډول بند کړل شي.
هغۀ وويل امريکا دې په قبائيلي سيمو کې داقتصادي پرمختگ دساحو جوړولو ژمنې پوره کړي.
جمهوررئيس وويل دترهگرۍ په ضد برياليتوب لپاره لپاره به دځمکنيو حقيقتونو له مخې جامع تگلاره خپلول وي.
نوموړي وويل دترهه گرۍ په ضد دجگړې دبرخې جوړيدلو له امله پاکستانى معيشت زيات اغيزمن شواؤ نړيواله ورورولي دې په دې لړ کې زمونږ مرسته وکړي.
ښاغلي زرداري وويل دپاک وهند جامع خبرو اترو لړۍ سملاسي پيل کول غواړو ځکه چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دکړکيچ له امله به ترهه گرو ته گټې ورسيږي.
هغۀ وويل پر پاک افغان پوله دلاس وهنې مخنيوى ګډ مسؤليت دى.
هغۀ وويل په ختيزو پولو به دتاؤتريخوالي له امله دترهه ګرۍ په ضد جنګ اغيزمن شي.
دممبۍ بريدونو په هکله اصف علي زرداري وويل پاکستان هند سره په دغه پلټنو اؤ مرستې ته چمتو دى.
همدغه راز دامريکايي پوځ مشر جنرال پيټرياس وويل دامنيتي ځواکونو سره په گډه به تندلاريتوب له مينځه وړل کيږي.
جنرال پيټرياس وويل دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دپاکستان مرکزي کردار لوبوي ځکه نو په دغه جگړه کې دپاکستان دمرستې څخه پرته گټه ممکن نۀ ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG