لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړیوالو مشرانو اوباما ته هرکلی ویلی


نړیوالو مشرانو د امریکا نوي جمهوررئیس باراک اوباما ته د امریکا جمهوررئیس په جوړیدو هرکلی ویلی دی.
دغه مشرانو ښاغلي اوباما ته د هغه چیلنجونو یادگېرنه هم ورکړی ده چې نړۍ ورسره مخ ده.
د پاکستان جمهوررئیس آصف زرداري او صدراعظم یوسف رضا گیلانی ویلي چې دوي باور لري چې د امریکا نوی جمهوررئیس باراک اوباما به د امریکا هغه شان لارښودنه وکړي چې نړۍ پېښو چېلنجونو باندې بریالۍ شي.
د مصر جمهوررئیس حسني مبارک په باراک اوباما د منځني ختیځ کې شخړه خپله لومړۍ ترجیح گرځولو غږ کړی دی.
ښاغلې مبارک منځنی ختیځ کې د اسرایل او حماس جنگیالو تر منځ سولی هڅو کې بوخت دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچر متقي ویلي ښاغلې اوباما دی منځني ختیځ کې دامریکی تگلاره بدله کړي او سیمه کې دی د امریکې انځور ښه کړي.
د جاپان صدراعظم تارو اسو ویلي هغه باراک اوباما سره په گډه کار کولو لپاره چمتو دی چې نړیوال اقتصاد د کړکېچ نه بهر کړي.
د جنوبي افریقې مشر نېلسن منډیلا د امریکا نوي جمهوررئیس ته په خپل یو لیک کې ویلی چې د هغه جمهوررئیس جوړیدو مراسم نړۍ کې هغه امید یوځل بیا راپارولی چې جنوبي افریقې د پوستکي په اساس تعصب او توپیر ته بایلات ورکړی و.
په کېنیا کې هغه کلي کې چرته چې د باراک اوباما پلار زیږدلې وخلکو گډا گانې او خوشالي لمانځلې ده.

XS
SM
MD
LG