لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى:دترهگرۍ پر ضد دجگړې جاج اخستل پکار دی


دسويلي اؤ لويديځې اسيا لپاره دامريکا دپوځ کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس په کابل کې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره دترهه گرۍ په ضد پر ضد په جگړه اؤ په دغه هيواد کې دامريکايي پوځ په ضد درامينځته شوي وضعيت په اړه خبرې اترې کړي دي.
دافغان جمهوررئيس وياند همايون حميدزاده خبریالانو ته ددغه ليدنې په اړه داحوال تيرولو په مهال ويلي دي افغان جمهوررئيس اؤ امريکايي پوځي مشر سږ کال افغانستان کې دنورو امريکايي پوځيانو په گمارلو هم خبرې اترې وکړې.
په افغانستان کې نوي گمارل کيدونکي دغه ٣٠ زره پوځيان به عراق کې د سيوا شوي مقاومت دچقولو په څير افغانستان کې هم په وضعيت دقابو موندلو هڅې کوي.
دامريکا نوي جمهوررئيس براک اوباما دمخه په ډاگه کړې ده چې دالقاعده اؤ طالبانو په ضد جنگ به د هغه دحکومت په لمړنيو کارونو کې شامل وي.
دسرچينو له مخې دليدنې په مهال افغان جمهوررئيس حامد کرزي دامريکا پوځي کمانډر ته وويل دترهگرۍ پر ضد چې افغانستان کې کوم جنگ پيل دى دهغې بايد سردوباره جاج واخستل شي. پرون جنرال ډيوډ پيټرياس پاکستان ته سفر کړی وؤ او پایه تخت اسلام اباد کې ویلی وؤ چې باید پاکستان خپلې کورنۍ مسلې حل کړي. نوموړي د پاکستان جمهوررئیس زرداري او صدراعظم یوسف رضا گیلانی سره د لیدو وروسته خبریالانو ته ویلي وؤ چې د ممبۍ د بریدونو وروسته دا خبره ډیره مهمه ده چې پاکستان دی ترهگرۍ پرضد کوټلي گامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG