لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما رچرډ هال بروک پاکستان افغانستان لپاره استازی ټاکلی دی


د امریکا نوي جمهورئیس باراک اوباما د پاکستان او افغانستان لپاره رچرډ هال بروک خپل ځانگړی استازې ټاکلی دی.
ښاغلې رچرډ هال بروک کېنډا او اروپا لپاره د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاتې شوی دی.
ښاغلي اوباما د منځنۍ ختیځ لپاره پخوانی سېنټر جان مېچل خپل خصوصي استازې نومولی دی. ښاغلي مېچل د برتانیه او ایرلېنډ تر منځ لوظنامه کولو کې مهم رول لوبولی دی.
خپله څوکۍ قبولو په وخت ښاغلي هال بروک وویل هغه د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادو لپاره استازي ټاکلي شوې دی چې په تاریخي توگه د یوبل نه جلا او ځانگړي هېوادونه دي خو جغرافیې، نسلي یوولي او ورستیو حالاتو یوبل ته ډیر نزدې کړي دي.
ښاغلي مېچل چې منځني ختیځ لپاره د امریکا استازې نومول شوې ده وویل چې په خپلی تجربی په اساس ویلې شي چې داسې کومه شخړه نشته چې هواره نه کړی شي.
نوموړي وویل انسانان شخړی جوړوي او پالي یې هم او دغه انسان بیا ختمولی هم شي.
د استازو ټاکلو اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې وشو.
په دغه موقع د امریکا جمهورئیس باراک اوباما، مرستیال جمهوررئیس جوزف بائیډن او دبهرنیو چارو وزیر مېرمن کلنټن هم موجود وو.
ښاغلي اوباما په دغه موقع وویل د پاکستان او افغانستان حالات د نړۍ ترټولو خراب وضیعت ویل کېدی شي. نوموړي زیاته کړه امریکا پاکستان او د افغانستان حکومتونو او اولس سره مضبوطی اړیکو پالېسۍ ته وده ورکوی. د منځنۍ ختیځ د حالاتو په اړه د امریکا جمهورئیس وینا وه چې دغلته حالات ډیر پیچلي دي او کوم خلک چې سوله غواړي باید هغه خلکو ته د سولی لاس ورکړی شي.
ښاغلي اوباما زیاته کړه د پائیدار سولی لپاره د غزه پولی پرانستل پکار دي چې امداد او تجارت په وشي.
حماس ته هم په اسرایل راکټی داغل تړل پکار دي او د وسلی قاچاق هم.
نوموړي زیاته کړه چې اسرایل ته غزه نه خپل ځواکونه مکمله توگه ویستل پکار دی اوغزه کې په بېړني توگه بشري مرستو لپاره کومک د رسولو اجازه ورکول پکار ده.


XS
SM
MD
LG