لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې ځانمرگي برید او دره کې نښتو لس کسان وژلي دي


په یوه پېښه کې د سوات په ناقراره سيمه کې دامنيتي ځواکونو پر امنيتي پوسته ځانمرگى بريد ترسره شوى چې له امله يې لږ ترلږه دوه عسکر وژل شوي اؤ گڼ شمير ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات په فضاء گټ سيمه کې يو ځانمرگي چې خپل گاډى يې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک کړى ؤ دغه گاډى دامنيتي ځواکونو پوستې سره ټکر کړو چې له امله يې امنيتي پوستې ته زيان ورسيدو.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي دي اؤ امنيتي ځواکونو دپيښې ځايې پخپله ولکه کې اخستى دى.
بل لوري ته دسوات دکانجو پوستې سره نزدې دتخته بند سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو په کاروان ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې ٣ اولسي خلک وژل شوي اؤ٢ نور ټپيان شوي دي.
په دغه بريد کې دامنيتي ځواکونو دوه گاډي هم له مينځه تللي دي.
اخوا دپيښور سره نزدې دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل په طورچهپر سيمه کې جنگيالو تيره شپه پر امنيتي پوسته دراکټونو بريد کړى چې له امله يې ٥ جنگيالي اؤيو عسکروژل شوى شوي دي
له دې وروسته دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ تر زياته وخته ډزو دوام ولرلو.
.بل لوري ته دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې ددوؤ وسله والو ډلو ترمينځ نښته کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٥ؤ ته رسيدلې ده.
دسرچينو له مخې دتيراه په برقمبر خيل سيمه کې دشوې دغې نښتې له امله ٤ کورونه هم ړنگ شوي دي.
نن ددغو دواړو ډلو ترمينځ په تازه نښتو کې نور ٤ کسان وژل شوي چې له وروسته دڅلورو ورځو څخه روانو نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شمير ١٥ؤ ته رسيدلى دى.
دواړه خواوې ديو بل په ضد درنې اؤ خودکاره وسلې کاروي.

XS
SM
MD
LG