لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک : قبائيلي سيمې تر ټولو ستر چيلنج دى


دامريکا لخوا پاکستان اؤ افغانستان لپاره ټاکل شوي ځانگړي استازي رچرډ هالبروک يوې امريکايي جريدې کې خپور شوي خپل يو مضمون کې ليکلي دي په افغانستان کې دروانې جگړې لمنه تر١٤ؤ کالو پورې هم غځيدلى شي اؤ داوباما انتظاميې لپاره ترټولو ستر چيلنج په هر حال کې دپاکستان قبائيلي سيمې دي.
ښاغلى هالبروک وايي پاکستان چې کله هم وغواړي افغانستان کمزورى کولى شي اؤ په دې وروستيو کې دغسې شوي هم دي.
دنوموړي په مضمون کې زياته شوې ده دافغانستان په هکله دامريکايي اولس په حقيقتونو دپوهولو وخت رارسيدلى دى اؤ هغوي ته بايد په ډاگه کړل شي چې دغلته روانه جگړه دويتنام د١٤ کلنې جگړې څخه هم اوږديدلى شي.
دهالبروک نظر دى چې دپاکستان قبائيلي سيمې دمخدره موادو کاروبار، دافغان پوليس اؤ افغان حکومت بډې رشوتونه اؤ نااهلي دامريکا دپاره ستر چيلنجونه دي خو بيا دپاکستان قبائيلي سيمې داوباما انتظاميې لپاره تر ټولو ستر چيلنج دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG