لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات:د٨ؤ تندلارو په گډون ١١ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد ناقرارې سيمې سوات کې دجنگيالو ددوؤ مهمو کمانډرانو په گډون ٨ تندلاري اؤ دري اولسي خلک وژل شوي دي ، په دروند مقدار کې وسله اؤ چاؤديدونکي مواد ترلاسه شوي دي.
د سرچينو له مخې امنيتي ځواکونو ته خبرترلاسه شو چې ننگولۍ کې دتندلاري کمانډر بختيارپه کور کې يو شمير جنگيالي راغونډ شوي.
له دې وروسته هغوي سيمې ته ورسيدل اؤ په دغه کې کې دموجودو تندلارو دنيولو هڅه يېوکړه.
په دغه مهال په کور کې موجودو جنگيالو پر امنيتي ځواکونو ډزې پيل کړې.
دځوابي عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو ددوؤ مهمو کمانډرانو نوربختيار اؤ گل عنبر په گډون ٨ تندلاري ووژل اؤ په دروند مقدار کې يې ترې وسله اؤ چاؤديدونکي مواد هم ترلاسه کړل.
همدغه راز امنيتي ځواکونو دفضاء گټ امنيتي پوستې څخه په يو شکمن گاډي ډزې کړي چې له امله يې يوه ميرمنه چې سميرا نوميږي وژل شوې اؤ دهغې مورياسمين ژوبل شوې ده.
په بيرايم اؤ په خوازه خيلهسيمو کې هم دوه تنه عبدالغفور اؤ امان الله هاغه مهال ووژل شو چې دامنيتي ځواکونو پوستې ته يې دنزدې راتللو هڅه کوله.
بل لوري ته دمټې تحصل کې دتندلارو يوه مهمه غونډه شوې چې پکې دتندلارو مهم مشر ابن امين په گډون ٤٠ؤ مشرانو گډون وکړو.
دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې تندلارو ته خبردارى ورکړل شوى چې خلکو سره په گيرې ساتلو، اؤ ټوپۍ اچولو سختې ونۀ کړي.
دايف سي کانجو کيمپ څخه دخوازه خيلې، گاشکوړ په گډون پر بيلا بيلو برنيو سيمو کې دجنگيالو پر پټن ځائيونو گوله باري شوې خو دمرگ ژوبلې په هکله اطلاع نۀ ده رارسيدلې

XS
SM
MD
LG