لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدراعظم گيلاني : ټوله نړۍ به  دممبۍ بريدونو دپلټنو څخه خبروؤ


دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني ويلي دي دپاکستان به ځمکه هيڅ کله هم دترهه گرۍ لپاره کارول کيدو ته پرې نۀ ږدو اؤ ټوله نړۍ به دممبۍ بريدونو دپلټنو څخه خبروؤ.
ملتان کې يوې جلسې ته دوينا په مهال صدراعظم وويل په دې وروستيو کې تيروتنې وشوې خو اوس به دغسې نۀ کيږي.
هغۀ وويل جگړه دستونزو هوارى نۀ دى، هند اؤ پاکستان ته به په گډه پرمخ تلل وي.
نوموړي وويل دگاونډي هيوادونو سره ښې اړيکو غواړو.
صدراعظم زياته کړه هند اؤ پاکستان ته به دخپلو اولسونو ستونزو لوري ته پام گرځول وي.
گيلاني وويل دنازک دور څخه تير شو خو دهيواد پر درناوي مو سودا ونۀ کړه.

XS
SM
MD
LG