لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : طالبان به خپلسره محکمو جوړولو ته پرې نۀ ږدو


دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي حکومت به دهيواد دننه طالبان دخپلسره عدالتونو يا محکمو جوړولو ته پرې نۀ ږدي اؤ په هر حال کې به دقانون واکمني پځايې کوي.
نوموړي دا خبره په داسې وخت کې کړې چې پرون د سوات طالبانو د خواؤشا ٨٦ؤ حکومتي ، سياسي اؤ قومي مشرانو يو فهرست جاري کړى ؤ چې دطالبانو په قول هغوي ته مطلوب دي.
ددغه فهرست دجاري کولو په ترڅ کې دسوات دطالبانو وياند حاجي مسلم خان خبريالانو ته ويلي وؤ فهرست دطالبانو دځايې مشر مولانا فضل الله په مشرۍ يوه غونډه کې جوړ کړل شوى اؤ په دغه کسانو گمان کيږي چې سوات کې روانو عملياتو کې په څه ناڅه توگه لاس لري.
هغۀ گواښ کړى ؤ کۀ چرې نوموړي حکومتي، سياسي اؤ قامي مشران دطالبانو محکمو ته دخپل سپيناوي دپاره حاضر نۀ شي نو په ضد به يې گامونه واخستل شي.
نن په اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال صدراعظم يوسف رضا گيلاني وويل حکومت توان لري چې په هيواد کې امن پځايې کړي اؤ طالبان خپلسره عدالتونو جوړولو ته پرې نۀ ږدي.
صدراعظم گيلاني وويل په امريکا اؤ پاکستان کې اولس دبدلون دپاره رايې ورکړې ده اؤ اوس به دغه بدلون راوړل وي.
دهغۀ وينا وه په ډيووس کې به دنړيوالو مشرانو سره په ليدنو کې دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې په هکله دپاکستان دريځ په ډاگه کوي.
بلخوا دصوبه سرحد مشر وزير بشيربلور دسوات دطالبانو لخوا اولسي استازو ته دطالبانو محکمو ته دوړاندې کيدو گواښ رد کړى دى اؤ ويلي يې دي پاکستان يو رياست دى اؤ داساسي قانون دلاندې روان دى.
خبريالانو ته ښاغلي بلور ويلي دي دطالبانو ددغه قسمه بيانونو مقصد هغوي طاقتور څرگندول دي خو په صوبه کې دحکومت واکمني پځايې ده اؤ ډير زر به وضعيت ښۀ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG