لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات: دمارټر گولې لگيدلو له امله څلور کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ دنښتې په مهال پر يو کور دگولې لگيدلو له امله ديوې ښځې په گډون څلور کسان وژل شوي اؤ په يوه بمي چاؤدنه کې ٣ عسکر ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې په سوات کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال دمينگورې شاوخوا سيمې منگلور کې په يو کور گوله ولگيده چې له امله يې ديوې ميرمنې په گډون ٤ کسان ووژل شول.
همدغه راز دمټې تحصيل کالاچوک سره نزدې هم دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه شوي دي.
اخوا دکبل تحصيل په کوزه بانډه، بره بانډه، ننگولۍ اؤ شکردره کې نن په دريمه ورځ هم کرفيو پځايې ده چې له امله يې ځايې خلک دسختو ستونزو سره مخ دي.
تيره شپه امنيتي دځواکونو لخوا دمټې تحصيل اؤ چارباغ په برنيو سيمو کې دجنگيالر پر سنگرونو په دمې دمې سره گوله بارۍ هم دوام ولرلو خو دمرگ ژوبلې په هکله دقيق معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
تيره ورځ هم دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگيالو په سنگرونو دگوله بارۍ په مهال په يو کور دگولې پريوتو له امله ٦ کسان وژل شوي وؤ.
بل لوري ته دمټې تحصيل په سمبټ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې چې له امله يې ٣ عسکر ژوبل شوي دي.
په سوات کې دباران اؤ واورې ورښت له امله امنيتي ځواکونه دجنگيالو په ضد عملياتو کې يو لړ ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG