لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري : د ترهگرۍ په ضد جگړه کې دچا وينا ته ضرورت نۀ لرو


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي پاکستان ته دترهگرۍ په ضد جگړې لپاره دکومې وينا ضرورت نشته اؤ دغه جنگ دپاکستان خپله جگړه ده.
امريکايي ورځپاڼه کې خپور شوي خپل يو مضمون کې پاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي دامريکا له لوري پاکستان ته ورکړل کيدونکې مرستې خيرات نۀ دى بلکې په سياسي اؤ معاشي توگه باثابته پاکستان دامريکا په گټه دى.
هغۀ وويل دامريکا جمهوررئيس اوباما پوهيږي چې تندلاريتوب ته دماتې ورکولو لپاره باثباته پاکستان ضروري دى.
ښاغلى زرداري ليکي جمهوررئيس اوباما دې پاکستان سره ملگرتيا کې دزياتوالي کولودبل منظورۍ لپاره پر کانگريس ټينگار وکړي، ددې منظوريدو په ترڅ کې به دکليز يو نيم ارب ډالرو مرستې ترلاسه کيدو سره اولس پرمخ ولاړ شي.
هغۀ وايي ټولينزو څانگو کې پرمختگ سره په تندلاريتوب قابو موندل کيدلى شي.
جمهوررئيس وايي قبائيلي سيمو کې داپورچيونټي زونز( دموقعې موخه) جوړولو سره دشمالي لويديز پاکستان اؤ دافغانستان معاشي حالت ښۀ شي

XS
SM
MD
LG