لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کیاني سوات ته تللی


دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دصوبه سرحد ناقراره سيمې سوات څخه ناڅاپي ليدنه کړې اؤ په سوات کې روانو عملياتو باندې يې پوځي او ځایي مشرانو سره یې خبرې اترې کړي دي.
ښاغلى کياني دسوات څخه دغه ليدنه په داسې مهال کوي چې په سوات کې دځايې طالبانو دګواښ له امله دجينکو سکولونه اؤ کالجونه تړل شوي اؤ طالبانو دصوبه سرحد بيلا بيلو سياسي ، حکومتي اؤ قامي مشرانو ته ګواښ کړى دى چې هغوي بايددطالبانو محکمو کې دځان په هکله صفايي وړاندې کړي ، خو دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پرون ژورنالستانو ته ويلي وؤ طالبانو ته به کله هم دهيواد دننه دخپلسره محکمو جوړولو اجازه ورنۀ کړل شي.
طالبان په دغه سیمه کې خپل مخالفین حلالوي، سکولونه سوځوي او د ریډیو د لارې د تشدد ډک تبلیغات کوي. د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه د طالبانو وړاندې ناکامه دی.
او ځایي خلک په پوځ تور لگوي چې د طالبانو سره پټ لاس لري.
دپاکستاني پوځونو سرلښکر په سوات کې روانو پوځي عملياتو په اړه ویلي چې د حکومت واک به پرځایې کوي.
ښاغلي کياني دسوات جنگيالو سره په نښته کې وژل شوؤ ځوانانو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.
وروسته دپاکستاني پوځ سرلښکر دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه دهيلي کاپټر له لارې ليدنه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG