لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گيلاني : دجاسوسي بريدونو له امله ترهه گر بيا منظم کيږي


دپاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وايي پاکستان ته به ناکام رياست ويل پځايې نۀ وي.
ډيووس کې نړيوال اقتصادي فورم کې پينل مباحثې ته دوينا په مهال صدراعظم وويل په قبائيلي سيمو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو له امله دترهه گرۍ په ضد جگړه اغيزمنه کيږي اؤ ددغه بريدونو له امله تندلاري ته يو ځل بيا دمنظم کيدلو موقع په لاس ورځي.
ښاغلي گيلاني وويل باثباته پاکستان اؤ افغانستان دنړۍ په گټه دي.
هغۀ وويل پوځ دهرې ستونزې حل نۀ دى خو کۀ څوک حکومتي واک چيلنج کوي نوبيا حکومت هره لاره کارولى شي.
صدراعظم وويل دترهه گرۍ جرړې غربت اؤ دتعليم کمي پسې تړل شوي اؤ مونږ ته به دترهه گرۍ بنيادي لاملونه معلومول وي.
ښاغلي گيلاني وويل داولسي ملاتړ څخه پرته يوه جگړه کې هم برياليتوب نۀ شي ترلاسه کيدلى.
دهغۀ وينا وه پاکستاني اولس دبدلون لپاره رايې ورکړې وه اؤ پاکستانى حکومت هم ددغه بدلون لپاره هڅې کوي خو داوږد جنگ اؤ معاشي کړکيچ له امله هاغه شان بدلون په نظر نۀ راځي کوم ته چې اولس ليواله دى.
ښاغلي گيلاني وويل افغانستان سره ښو اړيکو ته ليواله يو اؤ په دې لړ کې دستونزو هواري لپاره جرگه جوړه کړل شوې چې گټورې لاس ته راوړنې به ولري.
نوموړي وويل پاکستاني پوځيانو اولسي خلک دترهه گرو څخه بيل کړي دي.
ګيلاني وويل قبائيلي سيمو کې پوځي عمليات يواځينۍ لاره نۀ ده بلکې وسله غورځوونکو سره به خبرې کيږي.
هغۀ وويل په قبائيلي سيمو کې جرګه نظام کامياب پاتې شوى دى
په دې موقعه دافغانستان ددفاع وزير عبدالرحيم وردگ وويل په افغانستان کې چې کومه جگړه روانه ده په هغې کې بهرني لاسونه ککړ دي.
ښاغلي وردگ وويل افغانستان دترهه گرو مقابلې لپاره عصري ټيکنالوجۍ اؤ وسلې ته اړتيا لري

XS
SM
MD
LG