لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري : امريکا دې دپاکستان دگټو خيال وساتي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي بايد امريکا دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه کې دپاکستان دگټو هم خيال وساتي.
دامريکا دکانگريس غړي شيلا جيکسن اؤ په پاکستان کې امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن سره دخبرو په مهال جمهوررئيس وويل دپاکستان په قبائيلي سيمه دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دبريدونو له امله په اولس کې دامريکا پر ضد کرکه سيوا کيږي.
دسرچينو وينا ده دليدنې په مهال ښاغلي زرداري زياته کړه پاکستان په جنوبي اسيا کې امن اؤ ثبات غواړي اؤ مدام يې دمسؤليت ډگه رويه خپله کړې ده.
جمهوررئيس ټينگار وکړو چې په قبائيلي سيمو کې داقتصادي پرمختيا دساحې جوړولو په پلان زر تر زره عمل وکړل شي.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې امريکايي سناتورې شيلا جيکسن وويل امريکا پاکستان سره دژوند په ټولو څانگو کې مرستې اؤ همکارۍ ته وده ورکول غواړي.
بل لوري ته په ډيووس کې يوې دستورې ته دوينا په مهال دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني ويلي دي پاکستان دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره کلک هوډ کړى دى اؤ په دې لړ کې يې دروند قيمت ورکړى دى.
دښاغلي گيلاني وينا وه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو دپاره بايد دهغې اساسي عوامل له مينځه يوړل شي.
صدراعظم دا هم وويل چې پاکستان په امنيتي اؤ اقتصادي ډگر ديو شمير کړکيچنو سره مخ دى اؤ غواړي دامريکا نوى حکومت پخپلو زړو تگلارو کې بدلون راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG