لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا – که صوبه سرحد


د پاکستان صوبه سرحد نوم که څه هم تر اوسه په رسمي توگه پښتونخوا اعلان شوی نه دی.
خو د صوبایي حکومت لخوا ځیني جاري کړلو شوو بیانیو کې د صوبې نوم پښتونخوا اخستل کېږي.
نه یواځې دا بلکې په اسمبلۍ کې دننه ځیني غړي او د صوبې وزیراعلی امیر حېدرخان هوتي هم په وینا کې د صوبې نوم پښتونخوا اخلي.
داسې رپوټونه دي چې جمهوررئیس زرداري هم په شخصي توگه د سرحد نوم په پښتونخوا کې د بدلولو پلوي دی. نوموړي خپل دغه خواهش پارلمان ته په لومړۍ وینا کې ښکاره کړی وؤ.
او د ملگرو ملتونو اسمبلۍ ته دوینا په وخت یې هم د پښتونخوا نوم کارولی وو.
ښاغلي زرداري لومړی جمهوررئیس دی چې سرحد صوبې ته یې په ډاگه د پښتونخوا نوم کارولی دی.
په سرحد صوبه کې گڼ شمېر خلک د صوبې په اوسني نوم خوشحاله نه دي.
دوي وایي دغه نوم د پاکستان د نورو ځوبو په شان د اوسیدونکو پېژندگلو نه کوي.
خو د پاکستان پوځي او ملکي بیوروکریسۍ او د پنجاب سیاستمدارنو د صوبې د نوم د بدلولو تل مخالفت کړی دی.
د سرحد صوبې د مذهبي گوندونو مشران او د ایې این پي نه علاوه نور سیاسي گوندونه هم د صوبې د نوم د بدلولو په موضوع متفق نه دي.
او اکثره د سرحد په سیاست کې د پنجابي فکر استازیتوب کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG