لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات :  څلور جنگیالو په گډون شپږ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد ناقراره سيمې سوات په کبل تحصيل کې د څلور طالب جنگیالو په گډون شپږ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات کبل تحصيل په ډهيرۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ ډزو کې څلور تندلاري اؤ یو اولسي وگړى وژل شوي دي.
هم په دغه سيمه کې په يو کور دگولې لگيدلو له امله يو تن مړ اؤ ښځه ژوبل شوې ده.
په کبل کې دجنگيالو راکټي بريد له امله درې عسکر هم ژوبل شوي دي.
امنيتي ځواکونو په کبل کې دجنگيالو په سنگرونو دهيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې اؤ دهغوي تر ولکې لاندې عدالت ودانۍ يې ړنگه کړې ده.
طالبان دغه عدالتونو ته ځايې خلک غواړي اؤ دهغوي په هکله پريکړې کوي.
په سيمه کې دخورې ناقرارۍ له امله دسوات چارباغ، خوازه خيله اؤ مټه روډ دتگ راتگ لپاره تړل شوى دى.
همدغه راز دسوات ډهيرۍ اؤ چارباغ سيمو کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ پوځيان په دغو سيمو کې پرله پسې پرمختگ کوي.
دسرچينو له مخې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال کياني دسوات ددورې څخه وروسته په دغه سيمه کې دميشته وؤ جنگيالو په ضد پوځيانو پخپلو عملياتو کې چټکتيا راوستې اؤ ځايې خلک دسيمې څخه کډې وړي.

XS
SM
MD
LG