لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ايي اى دپيښور څخه کابل ته الوتنې پيل کړي دي


دپاکستان دصوبه سرحد ايالت دسرښار پيښور څخه نن دپاکستان دهوايي شرکت پي ايي اى لخوا دافغانستان پلازمينې کابل ته الوتنې پيل شوي دي.
نن دخالي په ورځ دپي ايي اى هوايي شرکت يوه وړوکې الوتکه ATR-48 چې پکې د٤٨ؤ مسافرو دناستي ځايې وي دپيښور څخه په داسې حال کې کابل ته والوته چې پکې ١٩ مسافر ناست وؤ.
دغه الوتکې ته دپيښور په هوايي ډګر دپي ايي اى سيمه ييز مشر په مخه ښه وويل اؤ په کابل کې ورته دپي ايي اى مشريوسف انور هرکلى وويلو.
کابل ته دپي ايي اى دالوتکې رسيدلو څخه وروسته ددغه هوايي شرکت سيمه ييز مشريوسف انور خبريالانو سره په خبرو کې وويل دپيښور څخه کابل ته دپي ايي اى دالوتکو دالوتنو پيل کيدلو له امله به ددواړو هيوادونو اړيکې اؤ سوداګريزې چارې نورې هم پياوړې شي.
هغه وويل دا مهال دپيښور څخه په اوونۍ کې يواځې يوه الوتکه دکابل په لور الوتنه کوي خو پاکستان به هڅه وکړي چې دغه الوتنې په اوونۍ کې دوه کړي.
دنوموړي وينا وه دپيښور څخه کابل ته دالوتنو پيل کيدل ددواړو هيوادونو دخلکو اؤ په ځانګړي ډول دسوداګرو يوه زړه غوښتنه وه چې پي ايي اى ورته ښه راغلاست وويل.
بايد وويل شي له دې وړاندې به دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد څخه کابل ته په اوونۍ کې يو ځل دپي ايي اى الوتکې الوتنه لرله خو دا لمړى ځل دى چې دپيښور څخه هم اوس کابل ته نيغ په نيغه الوتنې پيل شوي دي.
دافغانستان ملي هوايي شرکت هم دکابل اؤ پيښور ترمينځه دالوتنو پيل کولو اعلان کړى دى اؤ ددغه اعلان دمخه به دافغانستان دملي هوايي شرکت لمړۍ الوتکه راتلونکې اوونۍ کې پيښور ته راورسيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG