لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاک پوځ : هر کورني اؤبهرني گواښ ته به کوټلى ځواب ويلى شي


دپاکستان دگډو ځواکونو دکميټې په غونډه کې ددغه هيواد پوځي مشران په دې خبره صلاح شوي دي چې دهر رقم کورني اؤ بهرني کړکيچ اؤ تيري ته به په ملي کچ کوټلى ځواب ويلى شي.
دگډو ځواکونو دکميټې غونډه نن دخالي په ورځ دکميټې دمشر جنرال طارق مجيد په مشرۍ پينډۍ ښار کې وشوه چې پکې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ، دسمندري پوځ مشر ايډمرل نعمان بشير ، دهوايي پوځ مشر مارشل تنويرمحموداحمد، داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي ډائريکټر جنرال اؤ نورو لوړپوړو پوځي مشرانو گډون وکړو.
دپوځي سرچينو وينا ده په غونډه کې دامنيت اؤ دفاع په اړوند په چارو غور وکړل شو اؤ دپاکستاني پوځ په مسلکي پوهه اؤ توان تسله ښکاره کړل شوه.
سرچينې وايي په غونډه کې دهيواد دختيځو اؤ لويديځو پولو په گډون سوات اؤ قبائيلي سيمو کې په روانو عملياتو اؤ دبلوچستان ايالت په وضعه هم خبرې اترې وکړل شوې اؤ وويل شول چې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو هڅو ته به دوام ورکولى شي.
دسرچينو وينا ده په دغه مهمه پوځي غونډه کې پوځي مشرانو وپئيله چې کۀ پاکستان ته په کورني يا بهرني کچ هر رقم گواښ يا تيرى رامخې ته شو نو پوځ به ورته په ملي کچ کوټلى ځواب وايي.
بل لوري ته نن دخالي په ورځ اټک کې ژورنالستانو سره خبرو په مهال دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار ويلي دي پاکستان ته په هيڅ حال کې پخپلو قبائيلي سيمو دامريکا دجاسوسي الوتکو بريدونه دزغم وړ نۀ دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي مختار وويل ددغو بريدونو په هکله حکومت دناټو دمشرانو سره خبرې اترې کړي دي اؤ هغوي دپاکستان خپلواکۍ ته په درناوي ورکولو سره منلې ده چې ټولو پوځونو ته به دخپل چوکاټ دننه کار کول وي.
دپاکستان ددفاع وزير وويل نړۍ اوس داخبره منلې ده چې دممبۍ په ترهه گريزو پيښو کې پاکستان هيڅ لاس نۀ لرلو اؤ په دغه ستونزه ټوله نړۍ دپاکستان تر شا ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG