لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي:ترهگري دپاکستان اؤهند گډه ستونزه ده


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمودقريشي وايي ترهه ګري دپاکستان اؤ هند دواړو ګډه ستونزه ده.
پرملتان هوايي ډګر ميډيا سره دخبرو په مهال شاه محمود قريشي وويل ايف بي ايي دممبۍ دترهه ګريزو بريدونو لمړۍ پلټنې بشپړ کړي دي اؤ دپاکستان دقانون وزارت يې هم جاج اخلي.
هغۀ وويل براک اوباما انتظاميه پاکستان کې جمهوريت اؤ جمهوري ادارې مضبوطول غواړي اؤ داوباما انتظاميې پريکړو سره دحکومت حوصلې لوړې شوي دي.
هغۀ وويل په سوات کې دترهه ګرو سره هيڅ تړون نۀ دى شوى اؤ دغلته به دحکومت واک پځايې وي.
نوموړي وويل افغانستان سره اړيکو کې زړۀ پورې بدلون راغلى دى.
دبهرنيوچارووزير وويل دجمهوري ادارو باثابته کول دحکومت اؤ اپوزيسيون دواړو ګډ مسؤليت دى اؤ دجذباتي پريکړو له امله دجمهوريت ګاډى ٤ ځله دليکې څخه بې لارې شوى دى.
ښاغلي قريشي وويل داسلام په نوم خلک حلالولى شي چې مونږ يې غندنه کوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG