لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لندن کې د سوات په پیښو قهارژنه مظاهره شوي


د پاکستان صوبه سرحد، بلوچستان او قبا يلي سيمو په سلگونو مظاهره چيانو په سوات کې روان پوځي عملياتو اود طالب جنگيالولخوا د عامو خلکوحلالولو او وژنو پر ضد د برطانيي پايه تخت لندن کې د صدراعظم گورډن براؤن دفتر مخې ته مظاهره کړې.
احتجاج کوؤنکو د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد شعارونه وهل. مظاهره کې د سوات سره تعلق لرونکي يو تن عالم خان ډيوه ريډيو ته ويلي په سوات کې پوځيان او طالبان د شپې ملگري وي او د ورځې د دروغو دښمنان وي.
د خبرو په مهال عالم خان وويل پوځ او طالبان په سوات کې د پښتنو په وژنه کې يو شان شريک دي.
مظاهره چيانو د صدرعظم دفتر ته یو لیک کې د پاکستان حکومت او پوځ نه سوات کې پخپله او د طالب جنگيالو لخوا د عامو خلکو وژنې اودرولو او د طالب جنگیالو پر ضد کلک گامونه پورته کولو غوښتنه اوکړه.

XS
SM
MD
LG