لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات طالبانو تښتول شوي ٢٩پولیس خوشې کړي دي


د ورستیو رپوټونو تر مخه، ځایي طالبانوهغه ٢٩ پولیسان خوشې کړي دي چې پرون د نهې په ورځ د سوات په شموزو سیمه کې طالبانو ته تسلیم شوي وؤ.
دشموزو دپوليسو څوکۍ هم نن سحر طالبانو په چاؤديدونکو موادو سره الوځولې ده.
نن په ١٢مه ورځ هم دسوات په بيلا بيلو سيمو کې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې وه چې له دې امله ځايې خلکو ته دخوراک څښاک دسامانونو سخت کموت رامينځته شوى دى، ولې دگرځ بنديز باوجود هم دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه دخلکو دکډو کولو لړۍ دوامداره ده.
په سوات کې دځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دنښتو له امله بانکونه ، تعليمي ادارې اؤ زياتره مهم سرکاري دفترونه بند پراتۀ دي اؤ تر دې مهاله دسوات دپوليسو دنيمو څخه زياتو عسکرو دځايې طالبانو له ويرې دخپلو دندو څخه استعفي گانې ورکړي دي

XS
SM
MD
LG