لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرغزستان په امریکایي هوایي اډه تړلو رایې ځنډولې دي


د کرغزستان پارلمان په خپل هېواد کې افغانستان کې موجود امریکایي ځواکونو لپاره د سامان لېږلو لپاره کاریدونکی پوځي اډه تړلو پرسر رایې اچونه د راتلونکی اونۍ پورې ځنډولې ده.
کرغزستان حکومت پرون ددغه پوځي مرکز تړلو لپاره پارلمان ته یوه مسوده وړاندې کړی وه او تمه کیده چې د جمې ورځ پورې ورباندې رایې اچونه وشي.
د حکومتي گوند مرستیال مشر یو خبري ایجنسۍ ته ویلي تمه ده پارلمان غړي به راتلونکی اونۍ د پوځي مرکز تړلو په مسوده خپلې رایې اچوي.
د مسوده وړاندې کولو نه څو ساعته وروسته ماسکو ویلي دوی تیار دي چې افغانستان کې ناټو ځواکونو ته روس د لاری سامان لېږلو لپاره د امریکا خواست باندې غور وکړي.

XS
SM
MD
LG